د ارزګان په «گیزاب» کې ۱۴ طالبان ووژل شول
تېره ورځ طالب ترهګرو د ارزګان ولایت د «گیزاب» ولسوالۍ اړوند د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ډله ترهګر په نښه کړل, چې په پایله کې ۱۴ طالبان ووژل شول او ۲ تنه ټپيان شول.
همدا راز په دغو بریدونو کې د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.