غزني ولایت کې ۱۱ طالبان ووژل شول
تېره شپه طالبان د غزني ولایت مرکز " نوعي" او "واعظ" ولسوالۍ اړوند سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
۲۰۳ تندر قول اردو منسوبینو د هوايي ځواک په ملاتړ دفعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړه ،چې په پایله کې ۱۱ طالبان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.
همدا راز دطالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.