هوایي ځواکو ۱۷ طالبانو ته د تلاشۍ پرمهال مرګ ژوبله اړولې

s.mohmand

تیره ورځ طالبانو غوښتل د کندوز او تخار ولایتونو پر لویه لار " حاجي ګلستان قبر" اړوند سیمه او د بغلان ولایت "چشمه شیر" سیمه کې د خلکو موټر او جیبونه تلاشي کړي، د هېواد دفاعي او هوایي ځواکونو دغه طالبان په نښه کړل چې په پایله کې ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

همداراز د هوایي ځواکونو د عملیاتو پایله کې د طالبانو یوه اندازه وسلې، مهمات ویحاړ او له منځه یوړل شوي.