د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۲۸ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل!
تېره ورځ طالبانو د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اړوندو سېمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ډله ترهګر په نښه کړل, چې په پایله کې ۲۳ طالبان ووژل شول او ۵ تنه ټپیان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۱ موټر, ۱ پټنځای, زیات شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.