ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د هوایي برید په پایله کې عامو وګړو ته د مرګ ژوبلې د ادعا په اړه څېړنې کوي
هوایي ځواک تېره شپه د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د "بشران" په سیمه کې هغه مهال د طالبانو یوه ډله په نښه کړه چې په دفاعي او امنیتي ځواکونو یې د تروریستي برید پلان درلود. په یاد برید کې دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت، په دې برید کې عامو وګړو ته د تلفاتو د رسېدو په اړه څېړنې ترسره کېږي.