هلمند کې د طالبانو د یو دلګي مشر په ګډون ۵ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ طالبانو د هلمند ولایت د «ناوې» ولسوالۍ اړوند د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه را ټول شوي وو.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د هوايي قواوو په ملاتړ دغه ډله ترهګر په نښه کړل، چې په پایله کې د طالبانو د «عابد» شبکې د ډلګي مشر «نورالله» په ګډون، ۵ تنه ووژل شول او ۲ تنه ټپیان شول.
د دې بریدونو په ترڅ کې د دښمن يو شمېر وسلې او ۳ پټنځايونه هم له منځه تللي.
همدار راز د یاد ولایت په سنګين ولسوالۍ کې د ۶۱۱ نمبر لارې په اوږدو کې د هوايي ځواک په ملاتړ د دويمې لوا شپږ کنډک د سرک د چک کولو پرمهال د دښمن یو SPG9 هم لاسته راوړی دی.