هلمند کې طالبانو د سل کسيزې ډلې د يوه قوماندان په ګډون ۵۰ ترهګر ووژل شول او ۸ تنه ټپیان شول

s.mohmand

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په سورګدر، بشران او د نادعلي، ګرمسیر او ناوې ولسواليو اړوندو سیمو کې دفاعي ځواکونو د هوايې قواوو په ملاتړ د فعالې دفاع په چوکاټ کې د طالبانو د سل کسیزې ډلې د قوماندان «عبدالسلام» او ۳ ماین خښونکو په ګډون، ۵۰ ترهګر ووژل شول او ۸ تنه نور ټپيان شول.
عبدالسلام پخوا د یاد ولايت د کجکي ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال وو او په ناوې ولسوالۍ کې يې د دولت ضد فعاليتونه درلودل، چې تيره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.
همدا راز د يادو بريدونو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ۸ قرارګاوې، لسګونه ميله وسلې، وسایط او زيات شمير رهبري شوي راکټونه هم له منځه تللي دي.