د ارزګان "ګیزاب" ولسولۍ کې ۲۵ طالبان ووژل شول او بریدونه یې ناکامه شول

s.mohmand

تېره ورځ طالبان د ارزګان ولایت "ګیزاب" ولسوالۍ اړوند سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړل، چې په پایله کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

همدا راز د طالبانو سره په نښته کې یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شوي.