په تخار کې د طالبانو د یو سرګروپ په ګډون ۲ تنه وژل شوي او ۳ نور  نیول شوي

s.mohmand

تېره ورځ د طالبانو یوه ترهګره ډله د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ، "فخرک" اړوند سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړل، چې په پایله کې مولوي"عزت الله" د یوه ساتونکي سره ووژل شول، ۱ بل کس يې ټپي شو او ۳ نور کسان يې ونیول شول.

همدا راز د طالبانو سره په نښټه کې ۱ موټر، یوه اندازه وسلې او مهمات د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاس ته راغلي.