هلمند کې ۴۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ طالبانو د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند خسرآباد، سرخدوز او خلجي سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې، د هوايي قواوو په ملاتړ، دغه ډله ترهګر په نښه کړل, چې په پایله کې,۳۳ طالبان ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د يادو بريدونو په ترڅ کې د دښمن زیات شمېر مهمات، لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې او ګڼ شمېر پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.