په لوګر کې د دوه چیچیني اتباعو په ګډون ۳۴ تنه طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه یې ټپیان شوي
تیره شپه طالب ترهګرو د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په اړونده سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو د بریدونو پلان درلود.
د تندر قول اردو د څلورمې لوا منسوبینو د کوماندو ځواکونو سره په ګډه د وسله والو طالبانو د دغه شوم پلان د عملي کېدو څخه مخنیوی کړی.
چې په پایله کې د دوه چیچیني اتباعو په ګډون ۳۴ تنه ترهګر طالبان وژل شوي ۲۰ تنه یې ټپیان شوي او یو تن د یو میل راکټ سره ژوندی نیول شوی.
د دې ترڅنګ د دښمن دوه کشفي هوایې کمرې ۶ عادی موټر سايکلونه او یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.