هلمند کې ۱۹ طالبانو ته  مرګ ژوبله اوښتې

s.mohmand

تېره ورځ طالبانو دهلمند ولایت په ناوې، ګرشک او نادعلي ولسوالیو اړوند سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې او دهوايي ځواک په ملاتړ دغه ترهګره ډله په نښه کړل، چې په پایله ۱۵ طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
یاد ولایت ناوې ولسوالۍ "مومن خان" سیمه کې ۹ طالبان وژل شوي، نادعلي ولسوالۍ "نو اباد سیمه" سیمه کې ۴ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شول او ګرشک ولسوالۍ اړوند سیمه کې ۲ طالبان وژل شوي.
طالبانو ۴ میله کلاشینکوف، یو میل پيکا  یو راکټ، له منځه یوړل شوي یو میل کلاشینکوف یوه پایه ایکم مخابره او یو موټر سایکیل دفاعي او امنیتي ځواکونو لاسته راغلي.
همدا راز هلمند ولایت واشیر ولسوالۍ کې د لومړۍ نمبر شاهراه لویه لار کې ۲ کړۍ د وسایط ضد ماینونه کشف اوشنډ شوي.