د کندهار په ژیړۍ کې ۱۲ طالبان ووژل شول او برید یې ناکام شو
تیره ورځ د کندهار ولایت د «ژیړۍ» ولسوالۍ اړوند په «پشمول» سېمه کې طالبانو په دفاعي او امنیتي ځواکونو برید وکړ.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د طالبانو برید دفع او ناکام کړ چې د نښتو په پایله کې, ۱۲ طالبان ووژل شول او ۸ تنه ټپيان شول.