په غزني کې ۱۸ تنه طالبان هغه مهال ووژل شول او ۱۲ تنه ټپیان شول چې په امنيتي او دفاعي ځواکونو یې بریدونه وکړل
تیره ورځ د تندر قول اردو د دريمې لوا منسوبینو د هوايي ځواک په مرسته د غزني د اندړو ولسوالۍ اړوند د«ملا نوح بابا» په سیمه کې د ترهګرو طالبانو بريدونه په دفع او ناکام شول.
چې په پایله کې ۱۸ تنه ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان شوي, ددې ترڅنګ یوه زیاته اندازه وسلې، مهمات او نظامې توکي هم له منځه وړل شوي دي.
د نیکه مرغه په دغه نښته کې ملکې وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.