په لوګر کې ۱۵ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
طالبانو تیره ورځ د لوګر ولایت د "څرخ" ولسوالۍ اړوند د "دوسنګک" او "پسپچک" په سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د دښمن دغه بریدونه دفع او ناکامه کړل چې په پایله کې ۹ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ تنه نور یې ټپیان شول.
په دغو نښتو کي د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.