د ارزګان په دهراود او ګیزاب ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه شنډ او دښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښته
تیره ورځ طالب ترهګرو د ارزګان ولایت په دهراود او ګیزاب ولسوالیو کې په دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د بریدونو پلان درلود؛ دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دښمن خپله موخه وګرځوله، چې په پایله کې ۱۶ تنه طالبان ووژل شو او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د انجینرۍ ټیم له لورې ۱۷ کړۍ ماینو کشف او شنډ شول او د دښمن ۲ پټنځایونه د یو زیات شمیر وسلو او مهماتو سره له منځه یوړل شول.