په ارزګان کې د طالبانو د برید طرحه شنډه او ۱۹ طالبان ووژل شول

s.mohmand

طالبان تیره ورځ مازدیګر د ارزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ اړوند د امنیتي ځواکونو په پوستو د برید په موخه راټول شوي ؤ.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع  په چوکاټ کې د ښمن موخه وګرځوله، چې د نښتو او هوايي بریدونو په پایله کې، ۱۹ طالبان ووژل شو او ۱۱ تنه ټپیان شول.

همدا راز په دې عملیاتو کې، د دښمن ۳ قرارګاوې او د ۲۰ میله زیاتې وسلې له منځه یوړل شوې.