په ارزکان ولایت کې ۸ تنه وسله‌وال ووژل شو او ۱۰ تنه تپیان شو!

s.mohmand

وسلوالو طالبانو د ارزگان ولایت د گیزاب ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستې باندې برید وکړ.

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په فعال دفاعي حالت کې د وسله‌والو طالبانو دغه بریدونه له ماتې سره مخ کړل.

د دغې نښتې په پایله کې ۸ تنه ترهګر طالبان و وژل شول او ۱۰ تنه ټپیان شول, د دښمن یو موتر او یو موترسایکل له منځه یوړل شول.