د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې پر دښمن د شوي هوایي برید په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه

s.mohmand

تېره شپه 2:30 د تخار ولایت د مرکز " هزار قرلق" په سیمه کې د طالبانو یوه ډله د هوايي برید موخه وګرځېدل چې په پایله کې د طالبانو د څو تنو قوماندانو په ګډون 12 تنه یې ووژل شول.

دوه شپې مخکې په بهارک ولسوالۍ کې له پولیس ځواکونو سره ددغو طالبانو په جګړه کې، د ملي پولیسو یوشمیر اتل ځواکونه شهیدان شول.

د ملي دفاع وزارت، یو با صلاحیته پلاوی ټاکلی څو ملکي کسانو ته د زیان رسیدو په تړاو شوې ادعاګانې وڅيړي.