په زبل کې د څو تنو ملکي کسانو په ګډون, ۴۳ تنه دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه د طالبانو له بند څخه آزاد شول

s.mohmand

په زابل ولایت کې د افغان امنیتي قواوو د اپراتیفي فعالیتونو په پایله کې د څو تنو ملکي کسانو په ګډون د دفاعي او امنیتي ځواکونو ۴۳ تنه سرتیري د طالبانو له زندان څخه آزاد شول تېره شپه د زابل ولایت د شاه جوی په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي قواوو د اپراتیفي فعالیتونو په پایله کې د څو تنو ملکي کسانو په ګډون د دفاعي او امنیتي ځواکونو ۴۳ تنه سرتیري د طالبانو له زندان څخه آزاد شول.

د ۴۳ تنو له ډلې، د ۴ ملکي کسانو په ګډون ۲۰ تنه قلات ښار ته ولېږدول شول او پاتې نور د زابل ولایت په نورو سیمو کې له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یوځای شول. دغو سرتیرو ژمنه وکړه چې د خلکو د ځان او مال د دفاع په موخه به بیرته د افغان ځواکونو په لیکو کې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.