د کابل ولایت امنیتي کمربندونه له پخوا لا ښه تحکیم شوي دي
د کابل د ۱۱۱مې فرقې بیدار او ویښ ځواکونه د کابل په ولسوالیو کې د لا ښه امنیت د ټينګښت په موخه، خپلې هڅې زیاتې کړې دي.
د کابل د ۱۱۱مې فرقې قوماندان برید جنرال رامین مقبل وایي: د کابل په امنیتي کمربندونو کې، په پرمختللو تجهیزاتو لا زیات ځواکونه موظف شوي دي او امنیتي کمربندونه له پخوا لا ښه ټینګ شوي دي.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه شپه او ورځ هڅه کوي څو د تروریستانو شومې برنامې ناکامه او زمونږ له هېوادوالو ساتنه وکړي.