افغان پوځیانو کندهار او ارزګان ولایتونو کې د لسګونه هیوادوالو ژوند وژغوره!
د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو په ارزگان او کندهار ولايتونو کې د ۶۶ ماینونو په کشف او شنډولو سره د خونړیو پېښو مخنیوی وکړ.
تیره ورځ وسله والو مخالفینو د ارزگان ولايت گیزاب ولسوالۍ په چونی کلي کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په موخه ۵۳ د سړک غاړې ماينونه ځای پر ځای کړي وو.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د انجینیرۍ ټیمونو ددغو ماينونو د چاودنې مخه ونیوله او ټول ۵۳ ماینونه یې کشف او شنډ کړل.
وسله والو طالبانو همداراز د کندهار ولایت په سپین بولدک، شاولیکوټ او خاکرېز ولسوالیو کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په موخه ۱۳ د سړک غاړې ماينونه ځای پر ځای کړي وو.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د یاد شمېر ماينونو په کشف او شنډ سره د څو چاودنو مخنیوای وکړ.