تازه دمی کومانډو ځواکونه په وردګو کی ځای پر ځای شول
د میدان وردګو ولایت په مرکز او ولسوالیو کې زیاد شمیر تازه دمی کومانډو ځواکونه د هوا او ځمکې له لارې د خلکو دامنیت دټينګښت او د دښمن داحتمالی بريدونو دمخنوی په موخه ځای پرځای شول د تازه دمو ځانګړو ځواکونو په را رسیدو سره ، امنیتي کمربندونه نورهم پیاوړي شوي او په سیمه کی نوې امنیتی بیزونه او پوسته جوړی شوې ، او د امنیتی او دفاعي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي رامینځته شوه.
د میدان وردګو دینداره او سوله غوښتونکي خلک د ډاډه اوسی د دوی زړور امنیتی او دفاعی ځواکونه به د هیواد د دښمنانو په وړاندې د لوړ مورال او قوی عزم په لرلو سره مبارزه کوی