په فاریاب کې د طالبانو د دریو مهمو کسانو په ګډون د دغې ډلې ۳۷ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي

s.mohmand

تیره شپه، طالبان د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د ینګي، زرغوي او سر آسیاب په کلیو کې تجمع کړې وه او پلان یې درلود چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.

د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکات کې د دښمن د تجمع درې محلونه په نښه کړل ، چې په پایله کې ۳۶ طالب ترهګر ووژل شول، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:

۱- د تایمني او ذبیح الله له ډلې څخه ۱۳ تنه وژل شوی

۲- د حاجی لالا له ډلې ۴ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان

۳- د قاري عبدالله له ډلې ۲ تنه وژل شوی او ۲نور ټپیان

۴- د غورماچ طالبانو له ډلې ۸ تنه وژل شوی او ۵ نور ټپیان

۵- د حاجي تره کي له ډلې ۲ تنه وژل شوی-

۶-د مولوی جمالی له ډلی د ملا بصیر په ګډون ۲ تنه وژل شوی

۷- قرائې له ډلې ۴ تنه وژل شوی

۸- تایمني له ډلي څخه د صادق په نوم یو تن وژل شوی

همداراز د وسلو او تجهیزاتو په ګډون د دښمن درې قرارګاوې او ګد شمیر موټر یې ویجاړ شوي دي.

همداراز د یاد ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې په یوه بل برید کې د فیض الله په نامه د وسله والو طالبانو یو سرګروپ ووژل شو.