د بدخشان ولايت په"راغستان" ولسوالۍ کې د طالبانو بريدونه له ماتې سره مخ شول

s.mohmand

د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې طالبانو د څو ورځو را هيسې د دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو په پوستو بريدونه پيل کړي وو.

ملي دفاعي ځواکونو د طالبانو بريدونه په شا وتمبول او پراخه اراضي د يادې ډلې له شتون نه پاکه کړه.

د نښتو په بهير کې، ٢٤ طالبان وژل شوي او ٤ تنه ټپيان شوي دي.