په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د مرستیال په ګډون ۶ تنه ترهگر طالبان هغه مهال ووژل شول چې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو يې د بريد پلان درلود

s.mohmand

په تیره ورځ ترهگرو طالبانو پلان درلود د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو برید وکړي.

د تندر قول اردو د څلورمې او پنځمې لوا ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغه برید د پلان د عملي کیدو څخه مخنیوی کړی چې په پایله کې د لومړنیو راپورونو پر بنسټ د میدان وردګو ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم مرستیال د ۶ تنو طالب ترهګر سره وژل شوی او یو میل دهشکه د طالبانو هم تخریب شوي.