په لوګر کې ۶ تنه ترهگر طالبان هغه مهال ووژل شول او ۸ تنه یې ټپېان شول چې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو يې د بريد پلان درلود

s.mohmand

تیره ورځ ترهگرو طالبانو پلان درلود د لوګر ولایت د مرکز اړوند د «دادوخیلو» او د محمداغې ولسوالۍ د«لښکریخیلو» سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.

د هیواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغه بریدونو د عملي کیدو مخنیوی وکړ، چې په پایله کې د لوګر مرکز اړوند د دادوخیلو په سیمه کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپيان شوي دي.

همدارنګه د محمد آغې ولسوالۍ د «لښکریخیلو» په سیمه کې ۳ تنه طالبان وژل شوي او ۶ تنه یې ټپیان شوي.