په جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو شوم پلان د تطبیق مخنیوی وشو چې په پایله کې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي
تیره ورځ وسله والو طالبانو د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د «چهارسای» په سیمه کې پر ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د برید پلان درلود.
د هیواد ملي دفاعي او هوایی ځواکونو د یاد پلان د عملي کیدو مخنیوی وکړ چې په پایله کې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د دښمن یو شمیر وسلې او مهمات له منځه تللې دي.