په کندوز کې د ترهګرو طالبانو مړینه ۴۰ تنو ته ورسیده

zia_omid
ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تیره شپه د کندز ښار په شاوخواه سیمو کې د ترهګرو طالبانو د بریدنو په ځوابو کی وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو په ځوابی بریدو نو کې 40 تنه ترهګر طالب وژل شوي او تر 50 ډیر ټپیان شوي دي. د دښمن مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي ، افغان ځواکونه اوس په پراخه کچه د کندز په شاوخوا سیموکی ځای پر ځای شوي او وضعیت اوس بیرته عادي حالت ته راغلی دی.