په پکتيا کې د وسله والو طالبانو برید د ۸ تنو طالبانو په مرګ ژوبلې سره په شا وتمبول شوه
وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سيمه کې په ملي امنيتي ځواکونو د حملې پلان درلود.
د هيواد ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د فعال دفاعي حالت پر بنسټ د دوۍ د حملې شوم پلان څخه مخنيوی وکړ.
د دې نښتې پر مهال ۶ تنه وسله وال ترهګر ووژل شول او ۲ تنه نور ټپيان شول.