د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ د پېښې په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه

zia_omid

تېره شپه، یو تن چې نظامي جامې یې په تن وې، د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر ځواکونو او امریکايي پوځیانو برید وکړ. په خواشینۍ سره په دې پېښه کې، د ملي اردو یو سرتیری شهید او درې تنه نور د ملي اردو سرتیري ټپیان شول.

همداراز په دې نښته کې، ۲ تنه امريکایي ځواکونه ووژل شول او ۶ تنه نور يې ټپیان شول. د ملي دفاع وزارت، د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیري په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ددغې پېښې د علت او انګېزې د څېړنې پخاطر ننګرهار ولایت ته استولی دی.

دغه لوړپوړی پلاوی، یاده پېښه له امریکایي چارواکو سره په ګډه څېړي.

دغه څېر بریدونه به د افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو او امریکایي پوځيانو د نږدې همکاریو پر روحیې منفي اغیز ونلري او دغه ځواکونه به په ګډه سره د تروریستانو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

د ملي دفاع وزارت رهبري، ددغې پېښې د قربانیانو له پاتې کسانو سره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.