۵۲ تنه ترهګر وژل شوي دی

zia_omid

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۲ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۱۹هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۵۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان او د ۴ تنو شکمنو کسانو په ګډون ۸ تنه نیول شوي دي.

هلمند -  نهر سراج، واشیر او موسی کلا ولسوالیو کې  د چانیزو عملیاتو او هوایي بریدونو په  پایله کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان یو تن شکمن کس نیول شوی او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

کنړ -  څوکۍ ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۰تنه ترهګر وژل شوي دي.

بلخ-  چهاربولک او شور تیپې ولسوالیو کې د هوایي او توپچي بریدونو په پایله کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

فراه -  بالابلوک ولسوالۍ او مرکز اړوند سیمو کې د کماندو ځواکونو د چانیزو عملیاتو او هوایي برید په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، یو تن شکمن کس نیول شوی او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

هرات -  زاول ولسوالۍ کې د  هوایي برید په  پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بادغیس -  مقر ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

زابل -   ارغنداب ولسوالۍ کې د هوایي برید په  پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

میدان وردګ-  دایمیرداد ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر له منځه وړل شوي دي.

جوزجان -   خانقا او فیض آباد ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په  پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

لوګر -  برکي برک او محمد آغې ولسوالیو کې  د کماندو ځواکونو د چانیزو عملیاتو په پایله کې د ۲ تنو شکمنو کسانو په ګډون ۶ تنه ترهګر نیول شوي دي.