۳۲ تنه ترهګر ووژل شو

s.mohmand

 

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۷ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۲۲ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۳۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او ۳ تنه نیول شوي دي.

غزني- ده یک ولسوالۍ کې دهوایي برید په پایله کې۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او د وسلو او  مهماتو یوه دیپو له منځه وړل شوې ده.

بلخ- دولت آباد او بلخ ولسوالیو کې د هوایي ځواکو نو په ملاتړ د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن نیول شوی، یو موټر، ۳ موټر سایکلو، ۳ پر تلې او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

هلمند- نادعلي او نهر سراج ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو او هوایي برید په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه شکمن کسان نیول شوي، د ماین جوړولوی یوه کارخونه، یو پټنځای، ۴۰ موضع ګانې، ۳۰ متره خندق له منځه وړل شوي او ۲۹ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي. 

ارزګان- مرکز اړوند سیمه کې د هوایی ځواکونو په ملاتړ د چانیزو عملیاتو په پايله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۳  تنه ټپیان، یو تونل، ۳ موضع ګانې له منځه وړل شوي او ۱۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

فاریاب- دولت آباد ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کندز- مرکز اړوند حکیم بای او نوآباد سیمو کې د ځانګړو عملیاتو په  پایله کې ۳ تن ترهګر وژل شوي دي.