۴۲ تنه ترهګر ووژل شو
کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۱ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۱۰هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۴۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان او ۹ تنه نیول شوي دي.
بلخ- چمتال او بلخ ولسوالیو کې د ځانګړو ګډو عملیاتو او هوایي برید په پایله کې ۱۱ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، ۳ تنه نیول شوي ، ۳ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
ارزګان- چنارتو ولسوالۍ او مرکز اړوند سیمه کې د هوایي برید او ماین چاودنې له امله ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
غزني- مرکز اړوند سیمه کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
ننګرهار- شیرزاد ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې د سرې قطعې ۴ تنه ترهګر وژل، ۵ تنه ټپيان او یو تن له یو میل وسلې سره نیول شوی دی.
جوزجان- منګجیک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
کندز- مرکز اړوند ګورتیپې سیمه کې د کماندو ځواکونو د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- نادعلي ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۵ ته نیول شوي دي.
زابل - ارغنداب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي او یوه موضع له منځه وړل شوې ده .
بغلان- دوشي ولسوالۍ اړوند کیله ګۍ سیمه کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن طالب ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان شوي دي.