۳۱ تنه ترهګر ووژل شول

s.mohmand

کابل - افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته ګواښونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۵ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

بلخ- بلخ، کشنده او شولګرې ولسوالیو کې د کماندو ځواکونو د چانیزو عملیاتو او ځوابي ډزو په پایله کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ننګرهار- خوګیاني  ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کندهار- میوند ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

زابل- میزان ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې ۲ تنه قوماندانان هر یو محمد علی او عبدالنصیب وژل شوي او یو لیزري ټوپک له منځه وړل شوی دی.

پکتیا- جاجي آریوب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپيان شوي دي.