13 تنه ترهګر وژل شوي
کابل - افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته ګواښونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۱ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او۳ هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
فاریاب - بلچراغ ولسوالۍ د نیشر سیمه کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.
فراه- بالابلوک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
لغمان - مرکز اړوند عمرزایي سیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بلخ- کشنده ولسوالۍ کې د هوابي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.