۱۰۵ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیا او ۴ تنه نیول شوي دي.
غور- دولتیار ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۵۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.
غزني- مقر ولسوالۍ او ولایت مرکز کې د هوايي ځواکونو په مرسته د ملي پوځ د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان ، یو موټر، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او یوه کړۍ ماین کشف او شنډ کړی شوی دی.
هلمند- نادعلي ولسوالۍ او لښکرګاه ښار کې د هوايي ځواکونو په مرسته د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د طالبانو د یو تن سیمه ییز قومندان ملانسیم په ګډون ۷ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یوه موضع له منځه وړل شوې ده.
فراه- قلعه ګاه ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو د برید په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او د دښمن ۲ موضعوې له منځه وړل شوې دي.
پکتیکا- برمل او خیرکوټ ولسوالیو کې د هوايي ځواکونو په مرسته د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۴ تنه نیول شوي او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
ننگرهار- خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او د مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.
نیمروز- دلارام ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی، یو تن ټپي، ۲ موټر، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
بلخ- نهر شاهي ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.