۲۶ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
بادغیس- ولایت مرکز اړوند لامان سیمو کې د هوايي برید په پایله کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
زابل- ارغنداب ولسوالۍکې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.
بلخ- چهار بولک ولسوالیو کې د هوايي برید او ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.