د برید جنرال ظاهر ګل مقبل د شهادت په اړه د ملي دفاع وزارت اعلامیه !

zia_omid

په خواشینۍ سره نن سهار د میوند د ۲۱۵ قول اردو د سرحدي څلورمې لوا قوماندان برید جنرال ظاهر ګل مقبل، د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د طالب ترهګرو پر ضد د یوه عملیاتو د ترسره کېدو پر مهال، د لارې په اوږدو کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې په شهادت ورسید.

شهید برید جنرال ظاهر ګل مقبل د امیر ګل زوی په ۱۳۴۵ کال کې د پکتیا ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې په یوې روڼ اندې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او له ۱۳۶۴ کاله تر ننه د ۱۳۹۸ د لیندۍ ۹مې نېټې، له وطن او ملي نوامیسو څخه د دفاع پخاطر ارزښتناکه خدمتونه ترسره کړي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د برید جنرال ظاهر ګل مقبل او دده د ساتونکی انځرګل د شهادت له امله، د دوی محترمو کورنیو، د ملي اردو منسوبینو او ټولو هېوادوالو ته ژوره خواشیني او خواخوږي څرګندوي.

د جنرال ظاهر ګل مقبل شهادت، ملي اردو او د افغانستان خلکو ته نه جبرانیدونکې لویه ضایعه ده.

همداراز د ملي دفاع وزارت سرپرست، د ملي اردو یو تن منسوب او د شمشاد ټلویزیون خبریال سردار محمد سروري ته چې په دغه پیښه کې ټپیان شوي دي د الله پاک له دربار څخه د عاجلې شفآ هیله کوي.