د فاریاب ولایت د قرغان او اندخوی ولسوالۍ د طالب ترهګرو له شتون څخه پاکې شوې!

zia_omid

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو په دوام کې د فاریاب ولایت د قرغان او اندخوی ولسوالیو ټول کلي د ترهګرو له شتون څخه پاک شول.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو او د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو قومندان جنرال احمدزی د اندخوی او قرغان ولسوالیو له بشپړ چڼ څخه وروسته د قرغان ولسوالۍ ته تللی و، چې د ملکي خلکو د تود هرکلي سره مخامخ شو.

د فاریاب ولایت اوسیدونکو په یادو ولسوالیو کې د طالبانو په سرکوبېدو سره خوښي څرګنده کړه او له افغان ځواکونو څخه یې خپل بشپړ ملاتړ په ډاګه کړ.

د اندخوي د څلورګونو ولسوالیو تر بشپړې پاکسازۍ پورې به د افغان ځواکونو ټکوونکي عملیات دوام ولري.