۴۶ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۳۵ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۴۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۵ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.
زابل- میزان ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
ننگرهار- اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.
ارزگان- ولایت مرکز کوټوال سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن نیول شوی، یو موټر سایکل، ۱۴ موضعوې، ۴ ارتباطي تونلونه او یو کانتینر له منځه وړل شوي، ۲۳ کړۍ ماینونه ۱۲۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او شنډ کړی شوي دي.
میدان وردک- چک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
کنړ- څوکۍ ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۵ تنه داعشیان وژل شوي دي.
بغلان- مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.
غور- دولتیار ولسوالۍ کې د ځوابي انداخت په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.
پکتیکا- مټاخان او میرزکه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
جوزجان- قرقین ولسوالۍ کې د ځوابي انداخت په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
غزنی- ولایت مرکز شالیزیو سیمه کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.