۲۵ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او ۲ شکمن کسان نیول شوي دي.

بغلان- ولایت مرکز ډنډ شهاب الدین سیمه کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي دي.

غزنی- مقر او آب بند ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، د دښمن یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

فاریاب- ګرزیوان ولسوالۍ کې د ځوابي انداخت په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.

ننگرهار- هسکه مېنه ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه داعشیان وژل شوي دي. 

کابل- پغمان ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

زابل- شینکۍ ولسوالۍ او ولایت مرکز کې د هوايي برید او توپچي انداخت په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

پکتیا- لژه احمد خیلو ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۲ شکمن کسان نیول شوي، یوه اندازه د ماین جوړولو توکي، د مبایل ۱۰ سېټونه او یوه اندازه د دښمن تبلیغاتي پاڼې لاسته راغلې دي.

  ارزگان- ولایت مرکز کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۳ تونلونه او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.