۴۶ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۷ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۴۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
بلخ- شولګره ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ځوابي انداخت په ترڅ کې ۲۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
فاریاب- پښتونکوټ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي.
زابل- شاجوی ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.
هلمند- نادعلي، نهر سراج او مارجه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، له چاودېدونکو توکو څخه ډک یو موټر، یو موټر سایکل، د وسلو او مهماتو یوه زېرمه او یو پټنځی له منځه وړل شوي دي.
فراه- ولایت مرکز کې د توپچي انداخت په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
لوگر- برکي برک ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
ارزگان- مرکز کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.