د ترهګریزو بریدونو مخکښ پلان جوړوونکی ووژل شو!
کابل-افغانستان: د حقاني شبکي خطرناک او مخکښ قومندان قاري برهان تېره ورځ ( جمعه) د محمدآغې ولسوالۍ په زرغون ښار کلي کې له څو تنو عربو او پاکستانیو ترهګرو سره یو ځای د هوايي برید په ترڅ کې و وژل شو.
قاري برهان د حقاني شبکې د مخکښو او خطرناکو قومندانانو له ډلې څخه و، چې ډیری ترهګریز بریدونه یې په کابل ولایت کې د بېګناه خلکو پر وړاندې تر سره کول.
هغه په هېواد کې د لویو ترهګریزو بریدونو پلان جوړونکی او مسول و، چې له دې ډلې بریدونو څخه، یو یې هم په ۱۳۹۶ لمریز کال د کابل ولایت په صدارت څلور لاره کې هغه موټر بم برید و، چې ۱۰۳ تنه هېواد وال پکې شهیدان او ۲۳۵ تنه نور ټپیان کړل.
همداراز نوموړي په ۱۳۹۰ لمریز کال د شهید عبدالحق په څلور لاره کې په یوه لوړ پوړیزه ودانۍ کې ترهګریز برید تر سره کړ او په ۱۳۹۴ لمریز کال کې یې د شاه شهید په سیمه کې بار وړونکي موټر ته چاودنه ورکړه، چې لږ تر لږه ۴۰۰ بېګناه هېواد وال پکې ټپیان شول، په البرز ښارګوټي د برید او ورته نورو ترهګریزو بریدونو د تر سره کولو او د سلګونو بېګناه هېواد والو د مرګ ژوبلې مسول پېژندل شوی دی.
قاري برهان په لوګر ولایت کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مسول او حقاني شبکي ته د باور وړ شخص و، د القاعدې له شبکې سره یې د ترهګریزو بریدونو په تر سره کولو او په لوګر او غزني ولایتونو کې یې د ځان وژونکو برید ګرو په لېږ کې زیاته مرسته کوله.