په ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او کیله ګي سیمو کې له ۱۵ څخه زیات کلي د دښمن له شتون څخه پاک شوي
کابل-افغانستان: تر اوسمهاله د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ډنډ غوري، ډنډشهاب الدین او کیله ګی په سیمو کې څه د پاسه ۱۶ کلي د دښمن له شتون څخه پاک شوي دي.
ډنډغوري سیمه کې د عربو، ملایانو، وردګو کلي او د جوی نو یوه برخه، ډنډ شهاب الدین سیمه کې د خوګیاڼیو، میاګان، شارچه، سمباتور، ګس وارا او منګاخیل کلي او په کیله کي سیمه کې علي خیلو کلی د طالبانو له ولکې څخه آزاد شوي دي.
همدارنګه چشمه شېر سیمه کې د ملایانو، ابراهیم خیل او منګکها کلي په بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي. د دغه عملیاتو په ترڅ کې تر اوسمهاله ۲۰ تنه طالبان وژل شوي او لسګونه تنه ټپیان شوي دي.
د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات په چتکۍ سره دوام لري، چې په پایله کې د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې ډیری سیمې او ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.