۹۰ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ پلان شوي ګډ تعروضي، چاڼيز عملیات او ۲۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې د نمک آب ولسوالۍ لپاره د طالبانو لخوا د نومول شوي ولسوال، د تخار د محکمې ریئس، هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال او د طالبانو د یو تن سیمه ییز قومندان په ګډون ۹۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۳۶ ټپیان او یو تن نیول شوی دی.
غزنی- ده یک، آب بند، مقر، قره باغ، اندړو ولسوالیو او مرکز کې د کمانډو ځواکونو د خانګړیو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ ټپیان، یو تن نیول شوی، ۲ موټر، ۸ موټر سایکل او د چاودېدونکو توکو څخه ډک ۵ بالونونه له منځه وړل شوي دي.
زابل- شاجوی، نوبهار او میزان ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او توپچي انداخت په ترڅ کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.
تخار- نمک آب او خواجه غار ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د نمک آب ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال او د تخار په ولایت کې د محکمې د ریئس په ګډون ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- ناوې او مارجه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان، ۵ موټرسایکل او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
ننگرهار- خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
فراه- خاک سفید ولسوالۍ کې د هرات ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مرستیال مولوي صمد او د طالبانو یو تن سیمه ییز قومندان ملا داود متین د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
جوزجان- فیض آباد ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
پروان- بګرام ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.