۲۸ تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۲۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ ټپیان او یو شکمن کس نیول شوی دی.

لوگر- خروار ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

هرات- اوبه او زیر کوه ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د اوبه ولسوالۍ ته د طالبانو لخوا د نومول شوي ولسوال ملا عبدالمتین خادم په ګډون ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ ټپیان او یو شکمن کس نیول شوی دی.

 غزنی- اندړو، ګیرو او قره باغ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

هلمند- مارجه ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ارزگان- خاص ارزګان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي

ننگرهار- خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي