۱۲۸ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، او ۲۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۷ تنه ټپیان شوي دي.

ننگرهار- اچین او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د توپچې ډزو په ترڅ کې ۲۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

پکتیا- سید کرم ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کندز- علي اباد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

فاریاب- پشتونکوټ او قرمقول ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

میدان وردک- نرخ او چک ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ ټپیان او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

 سمنگان- دره صوف ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

بلخ- چمتال ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

غزنی- قره باغ، آب بند او جغتو ولسوالیو کې د هوايي او توپچي بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

هلمند- نهرسراج او مارجه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

زابل- شاه جوی ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.