۱۲۷ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۷ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۵ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.
بدخشان- وردوج ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو لخوا د بهارک ولسوالۍ ته د نومول شوي ولسوال قاري برکت او د شهدا ولسوالۍ لپاره نومول شوي ولسوال مولوي داود په ګډون ۳۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه سیمه ییز قومندانان ټپیان، یو تن نیول شوی او د دښمن ۳ موضعوې له منځه وړل شوې دي.
زابل- شینکۍ، اتغر او شاه جوی ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
سرپل- ولایت مرکز قشقري کلي کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.
میدان وردک- نرخ او سیدآباد ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ ټپیان او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
پکتیکا- مټاخان ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
فاریاب- قرمقول ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
غزنی- قره باغ او اندړو ولسوالیو او د ولایت په مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
لغمان- علینګار ولسوالۍ کې د توپچې انداخت په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي دي.
ارزگان- چوره ولسوالۍ کې د ځوابي دزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- ګرمسیر ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.