۱۲۵ تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۲ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۴ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې تر سره کړي دي.

د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۴۳ تنه ټپیان شوي دي.

غزنی- ګیرو، کیلان او ده یک ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي، د ماینونو یوه زېرمه، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

بادغیس- ولایت مرکز دره لامان سیمه کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.

کندهار- خاکریز ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.

بلخ- چاربولک ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.

هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د هوايي برید او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، د دښمن ۳ پټنځایونه وېجاړ شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

میدان وردک- سیدآباد ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپيان شوي دي.

بغلان- جلګې ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

ارزگان- د ولایت مرکز خانقا سیمه کې د ځانګړو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

پکتیا- زرمت ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بدخشان- بهارک ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.